پروان؛ پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
پنجشنبه، ۲۷ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د انامک په کلي کې پر ۲۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته د دغو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د خوراکي ناامنۍ د اغېزو د راکمولو په موخه ووېشل شوه.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو درې میاشتو کې هم یادو مېرمنو ته د همدې پروګرام په چوکاټ کې ورته نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د ښځو په مشرۍ د کورنیو د ملاتړ لپاره هڅه کوي؛ څو د ستونزو پر مهال له هغوی سره مرسته وکړي.
