نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۰.۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول. په دې مرسته کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو ګرامه وریجې، ۵.۵ کیلو ګرامه بوره او ۵ کیلو ګرامه لوبیا شامل وو.
د دغې مرستې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو پوره کول او د هغوی بشري ملاتړ دى.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت د مرکز پارون په ښار کې پر ۲۷۶ سېلاب ځپلو کورنیو ۲۱ ټنه خوراکي توکي وېشل شوي وو.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته پر وخت اړینې بشري مرستې ورسوي.
