پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي
سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۱۵۰۰ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
