کابل، پروان او میدان وردګ کې پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه
پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۱ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو غوښه ورکړل شوه.
په دغې مرسته کې ۶۰۰ کورنۍ له کابل، ۸۰۰ کورنۍ له پروان او ۸۰۰ کورنۍ له ميدان وردګ څخه شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د همکارو بنسټونو په همکارۍ د اخترونو پر مهال د اړمنو کورنیو لاسنیوی پیاوړی او د بشري مرستو لړۍ لا پراخه کړي.
