پکتیکا کې له ۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۵.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
سې شنبه، ۲ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په کونډ سیمه کې له ۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۱ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
یاده مرسته د بېځایه شویو کورنیو د بېړني ملاتړ او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت د سروبي او ارګون ولسوالیو ۴۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته ۴.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې وه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وخت بشري مرستې ورسوي.
