بلخ او سمنګان؛ د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه پرانیستل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۱۲
L

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرکزي ریاستونو مسؤولینو، د شمال زون استازو، د بلخ ولایتي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ګډونوالو ته وویل، چې د دې پروژې له مخې به د بلخ ولایت په شولګره، البرز، مارمل او کشنده ولسوالیو کې ۵۱۰ کندې، او د سمنګان ولایت په فېروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې ۹۰ کندې ترمیم شي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه کندې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، چې له امله یې د ترمیم چارې پلي کېږي.

هغه همدارنګه وویل، چې د پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او ۱۸۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي مرستيال ټینګار وکړ، چې افغاني سره میاشت په عادي او بېړنیو حالاتو کې د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي، څو د ټولنې اساسي اړتیاوې پوره کړي. 

هغه وويل، چې دا اداره د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو، راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره له تبعیض پرته بشري مرستې کوي.

په غونډې کې د بلخ ولايت د شولګرې ولسوال، مولوي قطب‌ الدین روحاني، د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې دغه پروژه به د سیمې د خلکو د اوبو ستونزې تر ډېره حل کړي.

دغه راز، د شمال زون د انجنیرۍ څانګې مدیر، انجنیر حمید الله شریفي وویل، چې د کندو له ترمیم وروسته به خلکو ته څه باندې ۶۷ میلیونه لیټره د څښاک اوبه برابرې شي او د پروژې چارې به په یوه میاشت کې بشپړې شي.

دغه پروژه د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ، د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي.

تمه ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د عامې روغتیا وضعیت ښه شي، د اوبو کمښت راکم او د خلکو د ژوند شرایط لا اسانه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۶
Background image

بغلان؛ ۲.۶ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۵۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب توزیع شد

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال احمر افغانی مبلغ ۲ میلیون و ۶۲۵ هزار افغانی کمک نقدی را به ۲۵۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در شهر پلخمری، مرکز ولایت بغلان، توزیع نمود.

این کمک از سوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۳۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ یک‌روزه کاهش خطرات حوادث برگزار شد

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷ 

ورکشاپ آموزشی یک‌روزه‌ در مورد کاهش خطرات ناشی از حوادث، برای شماری از کارکنان ریاست‌های جوانان و رضاکاران، خدمات صحی و حوادث، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در ولایت کنر رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت کنر، به ۲۰۹۰ خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق واکسین، مشوره. . .

BACK TO NEWS