زابل کې ۱۲۰ رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره روغتیايي توکي ورکړل شول
چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د مرکز اړوند د نوخیز سیمې په ګډون په میزانه او ارغنداب ولسوالیو کې پر ۱۲۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو د حفظ الصحې، انساني کرامت او روغتیايي کېټونه ووېشل شول.
په دې لړۍ کې هر رضاکار ته ۲۰ صابونونه، ۷۵ د انساني کرامت بستې او ۱ د روغتیا المونیمي کېټ ورکړل شو.
یاد توکي به د افغاني سرې میاشتې د عامه پوهاوي د غونډو پر مهال، د رضاکارانو له لوري په سیمه کې پر عامو وګړو ووېشل شي.
دغه رضاکاران به د عامه پوهاوي له لارې په سیمه کې د روغتیا، حفظ الصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.
