د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د الټراسونډ ښځينه ډاکټره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0233
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۱۰/۱۴
۱۴۰۵/۱/۱۳
2026/2/Apr
د دندې تفصيل:
۱. د الټراسونډ بېلابېل معاینات (Abdominal, Pelvic, Obstetric, Gynecologic) ترسره کول، راپورونه یې په دقیق شکل لیکل او تشخیصي پایله یې اړوند مسؤول ته وړاندې کول.
۲. ښځینه ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه کول او د امیدوارۍ تعقیبي معاینات، د جنین وده یا د رحم دقیقه ارزونه ترسره کول، راپور او اسناد یې بشپړول.
۳. اړوند ټیم سره همکاري کول، د ناروغانو دقیق او معیاري راپورونه ترتیبول، د هغوی ریکارډ ساتل او نورو ډاکټرانو سره په اړوندو چارو کې همغږي کول.
۴. د راجع شوو ناروغانو په تشخیص کې مرسته کول او د کیفیت او خوندیتوب اصول رعایتول.
۵. د الټراسونډ له ماشین څخه په مناسبه توګه ګټه اخیستل.
۶. د روغتیا ساتنې اصول رعایتول.
۷. د ناروغانو محرمیت ساتل.
د دندې شرايط
معالجه ډاکټره وي او د MD سند ولري.
Sonologist برخه کې یو کلن سرتیفیکیت یا د الټراسونډ رسمي سند درلودل، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوی وي.
اړونده برخه کې ۳ کلنه تجربه درلودل.
د الټراسونډ ماشین د کارولو وړتیا، د راپور لیکلو او ناروغانو سره د ښو اړیکو مهارت درلودل.
د ادارې اصولو ته پابندي کول.
له اړوند روغتیايي ټیم سره د کار کولو وړتیا درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.