د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د عملیاتو د خونې د جراح مرستیال — ام ډي ډاکټر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0214
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۹/۸
۱۴۰۴/۱۲/۶
2026/25/Feb
د دندې تفصیل:
د زړه د جراح له ډاکټرانو سره د عملیاتونو پر مهال عملي او مسلکي مرسته کول، د جراح اړوند دندو په ترسره کولو کې همکاري کول لکه (د ساحې په ښکاره کولو، د نسجونو په اداره، د ټوکرونو او ګنډلو اړوند وسایلو په سمبالښت او کانولیشن برخه کې مرسته)، د ناروغ د عملیات شوې ساحې په خوندیتوب او د عملیات خونې د سموالي لپاره هڅې کول، د جراح تر څار لاندې له عملیات وروسته د بیاکتنې او پاملرنې په کړنو کې ګډون کول.
دندې او مسؤلیتونه
1. د ټاکل شویو صلاحیتونو په چوکاټ کې د زړه د عملیات لپاره د انتخاب شویو ناروغانو د درملنې پر مهال د لومړي یا دویم مرستیال په توګه خدمت کول، د عملیات ساحه ښکاره کول، د نسجونو کشول، سکشن او د ټپ په کنډلو کې همکاري ترسره کول.
2. د څارونکي جراح تر لارښوونې لاندې د کارډیوپلمونري بایپاس لپاره د کانولېشن په ترسره کولو او د هغه په لرې کولو کې همکاري کول او همدارنګه د عملیاتو پر مهال د وینې د بندولو او هر ډول ناڅاپي وینې بهېدنې په کنټرول کې مرسته کول.
3. ټاکل شوې تخنیکي دندې ترسره کول، لکه د سینې ټیوب ایښودل، د لنډمهاله پیسینګ تار داخلول، سټېرنوم تړل، د آلو او امپلانټونو تصدیق او د امپلانټونو او وسایلو حساب ورکول.
4. ناروغ په خوندي او منظمه توګه لېږدول او د ICU ته مسؤولینو ته لارښوونې کول او د اړتیا پر مهالا له عملیاتو وروسته په دورو او جراحي تعقیب کې ګډون کول.
5. د نوبتي زنګ پر مهال د عاجلو بیاکتنو لپاره ځواب ویل (د میډیاستینال وینې بهیدنه، ټامپوناد، د هوايي لارې ستونزې) او له عاجلو جراحي پېښو سره سم عمل کول.
6. دقیق عملیاتي ریکارډونه او شخصي لاګ بوک ساتل (د مرستیال رول، قضیې، امپلانټونه) د آلو/امپلانټ لاګونه چیرې چې اجازه وي لاسلیک کول، د HMIS او تفتیش لپاره د عملیاتو خونې اسناد بشپړول.
7. کم تجربه ډاکټرانو او د عملیاتو د خونې کارکوونکو ته د تخنیکونو، سترېل عمل، آلو کارونې او د عملیاتو په جریان کې د خوندیتوب په اړه روزنه ورکول.
8. د جراحي کیفیت په فعالیتونو، د ناروغانو بیاکتنې، پلټنو او د اصلاحي کړنو په پلي کولو کې برخه اخیستل، د تجهیزاتو د ستونزو او مصرفي توکو د کمښت په اړه د عملیاتو د همغږۍ یا بیومېډیکل ټیمونو ته راپور ورکول.
9. د عملیاتو خونې د اغېزمنتیا او خوندیتوب ملاتړ کول، له عملیاتو وړاندې د چک لیست په بشپړولو کې مرسته کول، غونډو کې ګډون کول او د عملیات لپاره د خونې په چمتو ساتلو کې مرسته کول.
10. د شخصي حفاظتي وسایلو کارولو، د تېزو او پرېکوونکو وسایلو د خوندیتوب اصولو، د انتان مخنیوي او شعاعو د مصؤنیت تګلارو ته پابندي کول، د ناروغ د وینې او بدن د مایعاتو له ضایع کېدو څخه د مخنيوي په موخه د اړوند روغتون تګلارې او لارښوونې تعقیبول.
د دندې شرایط:
• د MBBS/MD برخه کې د طب سند یا د دې معادل، چې د افغانستان د طبي شورا راجسټریشن ولري.
• د بنسټیزې جراحۍ د روزنې شواهد (انټرنشیپ او د څارل شویو جراحي دورو بشپړول).
• د جراحۍ پوسټګراډ روزنه یا ډیپلوم (عمومي جراحي یا د زړه او سینې جراحي ماډیول) یا د زړه/سینې جراحۍ کې د جراح مرستیال په توګه مستند او تجربه درلودل.
• اړونده برخه کې تصدیقونه درلودل.
• په ماشومانو یا د زړه د جراح په عملیات خونو کې تجربه لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.
• د سند له ترلاسه کولو وروسته ۳–۵ کلونو کلینیکي تجربه درلودل، چې لږ تر لږه له 12-24 میاشتو یې په عملیات خونه کې کار کړی وي، د زړه او سینې د عملیاتونو په برخه کې د کار تجربه یا په لوړ شدت جراحي چاپېریال کې د کار کولو وړتیا درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.