د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
پکتیا
د دندې عنوان: د رواني مرکز د عمومي داخلې ښځینه ډاکتره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: پکتیا
د بست ډول: رسمي درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0208
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۹/۵
۱۴۰۴/۱۲/۳
2026/22/Feb
د دندې تفصيل:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بنسټيزو او فرعي روغتیايي کلینیکونو په کچه د روغتیايي خدمتونو د څانګو چارې تنظیمول، معیاري او د منلو وړ روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د ثابتو کلینیکونو د آمریت تر لاس لاندې کارکوونکو له کړنو، مالي او اداري چارو څخه ډاډ ترلاسه کول او د امیدواره ښځو روغتیايي ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کول.
دندې او مسؤولیتونه:
کلینیکي مشورې:
په ورځنۍ توګه د (OPD) بیرونیو ناروغانو ته روغتیايي مشورې ورکول، ناروغان معاینه کول او د ټپونو، ناروغیو او بېلابېلو ستونزو تشخیص او درملنه کول.
د بېړنۍ پاملرنې خدمتونه:
د بېړنۍ درملنې چوپړتیاوې وړاندې کول، د ناروغانو روغتیايي وضعیت معلومول او د اړتیا په صورت کې د ټراما پېښې اداره کول.
د مزمنو ناروغیو اداره:
د شکرې (ډایبېټس)، لوړ فشار (هایپرټنشن) او نورو اوږدمهالو ناروغیو څارنه او درملنه کول.
طبي کړنلارې:
کوچني جراحي عملیاتونه ترسره کول، ټپونو ته پاملرنه کول او ګنډل (سیون کول).
تشخیصي چارې:
د تشخیص ازموینې ترسره کول او پایلې یې له نورو سره شریکول (لکه د وینې معاینات او ایکسرې).
د درملو اداره:
مناسب درمل تجویزول او د درملنې پلانونه ترتیبول.
ارجاع :
پېچلې پېښې متخصصینو یا لوړو روغتیایي مرکزونو ته راجع کول او راجع شوي ناروغان تعقیبول.
د اسنادو ثبت:
د ناروغانو کره او دقیق طبي ریکارډونه ساتل، ورځني مراجعین ثبتول او د HMIS (د روغتیا د معلوماتو د مدیریت سیستم) راپور ورکولو اصولو ته پابندي کول.
وقایوي پاملرنه:
مراجعینو ته روغتیایي پوهاوی ورکول، واکسینونه تطبیقول او د پاکوالي، خوړو او ناروغیو د مخنیوي په اړه اړینې مشورې ورکول.
ټیمي همکاري:
له قابلو، نرسانو او نورو کارکوونکو سره نږدې همکاري کول؛ څو کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې شي او د ټیټ رتبه کارکوونکو روزنه تضمین شي.
راپور ورکول:
اړوند مسؤول ته اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول.
د ګمارنې شرطونه:
د معالجوي طب برخه کې د لېسانس سند درلودل، دې برخه تر لېسانس د لوړو زده کړو لرونکې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
اړونده برخه کې لږ تر لږه ۳ کلنه تجربه درلودل.
د عامې روغتیا وزارت د اګزېټ د ازموینې سند درلودل.
د هېواد په رسمي ژبو تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه د خبرو او لیکلو وړتیا درلودل.
په دندې پورې اړوند کمپيوټري مهارتونو باندې پوهېدل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.