کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو آمریت د همکار مدیر بست لپاره له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه
پنجشنبه، ۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو آمریت د همکار مدير پر بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه له یو شمېر نوماندانو تحريري ازموينه واخیستل شوه.
ازموینه کې ۳۰ تنو کاندیدانو ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموينې وروسته مخکښ ګډون کونکی په ګوته او وګمارل شي.
