عمومي رئیس، د شمال زون زلزله ځپلو د وضعیت ارزونې په موخه بلخ ته ورسېد
چهارشنبه، ۲۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شوو وګړو د وضعیت ارزونې په موخه بلخ ته ورسېد.
ټاکل شوې، ښاغلی دلاور به په یاد سفر کې د بلخ او سمنګان ولايتونو د زلزله ځپلو حالت له نږدې و ارزوي، د دوى ستونزې به واوري او د دوى اړتياوو ته په کتو به ورسره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.
