د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۶
د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل، هرات او بادغیس ولایتونو یو شمېر کارکوونکو ته د فنلنډ د سره صلیب په مالي ملاتړ هېوادوالو ته د لا غوره او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروګرامونو د مسئول ښاغلي احمد سلیمان په حضور کې پیل شو، د مسئولینو له لوري په کې د روغتیايي خدماتو پر اغېزمنتیا او چټکتیا ټینګار وشو او د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل شول، څو له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي او په خپلو ورځنیو دندو کې نوښت راولي.
د یادونې وړ ده، چې دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به د روغتیا برخې کارکوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د اغېزمن پلان جوړونې، د روغتیايي چوپړتیاوو اړوند پروژو د ډيزاین او په تېر کې د رامنځته شوو نیمګړتیاوو له بیا تکرار څخه د مخنيوي برخه کې لازمه روزنه او پوهاوی ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۵۲
Background image

بیش از ۷ تُن کمک غذایی آذربایجان به هلال‌احمر افغانی سپرده شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
الهام محمدوف، سفیر آذربایجان در افغانستان، ۱۵۰ بسته مواد غذایی را به‌منظور حمایت از خانواده‌های نیازمند و بی‌سرپرست، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی به محترم شیخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۲۷
Background image

کمک‌های رمضانی در کابل؛ برای ۳۰۰ خانواده نیازمند مواد غذایی و غیرغذایی توزیع شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی در مرستون مرکزی کابل، برای ۳۰۰ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت، انواع مواد غذایی و غیرغذایی توزیع کرد.
این کمک‌ها در حضور محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۳۷
Background image

به مناسبت ماه مبارک رمضان؛ به ۴۰۰ خانواده نیازمند در لغمان خرما توزیع شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
از سوی هلال‌احمر افغانی، به مناسبت ماه مبارک رمضان، ۱.۶ تن خرما برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت در ولایت لغمان توزیع شد.
این کمک که از سوی مرکز کمک‌های. . .

BACK TO NEWS