پکتیا کې د ټولنیزو فعالیتونو د پراختیا روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ١٠ تنو ښوونکو ته د هڅونې او ټولنيزو فعاليتونو د پراختيا تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د ستاينليکونو، نغدي ډالیو او د سرې مياشتې نښان لرونکو چرمي کتابچو په ورکړې پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د رضاکارانه خدمتونو د ارزښت، د ځوانانو هڅونې د لارو چارو او ټولنیزو فعالیتونو په اغېزمنه توګه د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.