راستنېدونکو کډوالو لپاره د لا ښو روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په موخه له کاري شریکانو سره د همغږۍ ناسته وشوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۲:۱۴
خبر

راستنېدونکو کډوالو لپاره د لا ښو روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په موخه له کاري شریکانو سره د همغږۍ ناسته وشوه!

نن پنجشنبه د شوال میاشتې پر ۱۲ مه، د افغاني سرې مياشتې د روغتيايي خدماتو رياست د مسٸولينو او يو شمېر کاري شريکانو ( ای سي ار سي نړیوالې کمیټې، نړیوال فدراسیون، قطر سرې میاشتې، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو) ترمنځ د راستنېدونکو کډوالو لپاره پر وخت او غوره روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د روغتیایي خدماتو ریاست له لوري راستاته شويو کډوالو ته د ترسره شویو روغتیایي خدماتو په تړاو معلومات وړاندې او دوى ته  د لا ښو او غوره خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له کاري شريکانو د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وشوه.
کاري شريکانو له خپل اړخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او  نړیوال فدراسیون ژمنه وکړه چې په نزدې ورځو کې به د تورخم په عمري کمپ کې د نورو مرستو د ترسره کولو  ترڅنګ  ۵ ګرځنده روغتیایي ټيمونه او ۲ روغتیایي کمپونه جوړ او له لارې به يې راستنېدونکو کډوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

ارائه خدمات صحی به هزاران تن هموطنان در ولایت خوست

دو شنبه، ۱۰ صَفَر ۱۴۴۷
کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه جات مختلف ولایت خوست، برای ۱۵۷۸۳ تن از بیماران خدمات صحى از قبیل؛ معاینات و فراهم نمودن ادویه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۴۵
Background image

پکتیا؛ صدها دانش‌آموز در مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران مصروف آموزش‌ هستند

دوشنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۷ هجری قمری
مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران هلال احمر افغانی در ولایت پکتیا، طی سه ماه گذشته برای ۱۸۰ دانش‌آموز زمینه آموزش در بخش‌های مختلف مانند: تعلیمات اسلامی، سیرت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

ورکشاپ آموزشی سه‌روزه، پالسی مبارزه با فساد و تقویت شفافیت آغاز شد

یک‌شنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی، ورکشاپ سه روزه‌ آموزشی تحت عنوان "مسوده پالیسی تقویت شفافیت و مبارزه با فساد و تقلب" برای شماری از کارمندان ریاست‌های مالی، تفتیش. . .

BACK TO NEWS