خوست ولايت کې ٢٧٠١٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

خوست ولايت کې ٢٧٠١٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ١٦٦٢٨ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٣٣٧ تنو ټپیانو پانسمان، ٢٨٢١ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٣٨١٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٥٨١ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٢٣٦٢ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٤٦٦ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.