هرات ولايت کې د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې!
هرات ولايت کې د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې!
نن چهارشنبه د شعبان د میاشتې پر ۶مه،د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړيوال فدراسيون په مالي ملاتړ د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په سر بند او شور آب سيمو کې چې وګړي يې د څښاک اوبو د کمښت له امله ستونزو سره مخ ول، د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت په سولرو سنبال د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو رسونې د يادو شبکو له لارې به د شور آب په سيمه کې د ۴۰۰ او د سربند په سيمه کې د ۲۵۰ کورنيو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.