افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۰مه چوپه، ٧٤ تنه هغه تنکي ماشومان چې په اور سخت سوځېدلي او يا د مکروبي هډوکو په رنځ اخته وو؛ د وړيا درملنې په موخه د المان "سولې کلي" خیریه بنسټ ته ور وپېژندل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۹:۷
افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۰مه چوپه، ٧٤ تنه هغه تنکي ماشومان چې په اور سخت سوځېدلي او يا د مکروبي هډوکو په رنځ اخته وو؛ د وړيا درملنې په موخه د المان "سولې کلي" خیریه بنسټ ته ور وپېژندل شول!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي؛ ترڅو هېوادوالو ته له بېلابېلو لارو د بشرپالو خدماتو ترسره کولو د لاسرسي زمینه برابره کړي. پر همدې بنسټ نن د ربيع الثاني پر ۲۳مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۰مه چوپه، ٧٤ تنه هغه تنکي ماشومان چې په اور سخت سوځېدلي او يا د مکروبي هډوکو په رنځ اخته وو؛ د وړيا درملنې په موخه د المان "سولې کلي" خیریه بنسټ ته ور وپېژندل شول. د المان سولې کلي خیریه بنسټ له ۱۹۸۸ کال راهیسې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د هغو ماشومانو د درملنې په برخه کې کار کوي، چې هډوکي یې مکروبي وي او يا په اور سخت سوځېدلي وي او په هېواد کې دننه یې لازمه درملنه نشي کېدای. په یادو ناروغیو اخته ماشومان هر کال دوه ځل المان ته استول کېږي، چې درملنه یې وړیا ترسره کېږي او شپږ میاشتې وروسته بېرته هېواد ته راګرځي.ټاکل شوې ده، چې ياد ۷٤ ماشومان به دوه ورځې وروسته د ربيع الثاني پر ۲۵مه د درملنې په موخه المان هېواد واستول شي او ٦٤ هغه ماشومان چې شپږ میاشتې وړاندې د افغاني سرې میاشتې له لوري المان ته استول شوي وو؛ د درملنې د بهیر له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شي.

kk

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۸:۳۹
Background image

هرات؛ ۳۷ بیمار روانی پس از تکمیل روند تداوی به خانه‌های‌شان بازگشتند

یکشنبه، ۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

۳۷ بیمار مرد پس از تکمیل روند تداوی و بهبودی، از مرکز نگهداری و تداوی بیماران روانی زون غرب هلال‌احمر افغانی در ولایت هرات، طی مراسمی به خانواده‌های‌شان سپرده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۲
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی ده‌روزه درباره مدیریت مؤثر پروژه‌ها و پروپوزل نویسی معیاری آغاز شد

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی ده‌روزه در بخش‌های مدیریت پیشرفته پروژه‌ها، پروپوزل نویسی، نظارت، ارزیابی، حساب‌دهی و یادگیری، از سوی آمریت پلان‌گذاری در دفتر مرکزی هلال‌احمر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در بدخشان رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بدخشان، به ۴۸۷۶ بیمار سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه موردنیاز،. . .

BACK TO NEWS