غزني!

ټول هېواد کې ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د نغدي مرستې د ورکړې په بهیر کې نن شنبه، د ربيع الأول د مياشتې پر ۱۵ مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په مرکز او ۱۳ ولسوالیو کې پر ۷۰۰ بې سرپرسته کونډو د ۵۹۵۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته ووېشل شوه.په مرسته کې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸٥٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.