کابل؛ افغاني سرې میاشتې له اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو سره د بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې
شنبه، ۵ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه کې د بشري مرستو، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځان بسیاینې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د اتریش د سره صلیب د نړیوالې همکارۍ څانګې مشر ښاغلي والټر هایک، د ډنمارک د سره صلیب د آسیا او اروپا برخو مرستیال ښاغلي فابریس وان ده پوت، په افغانستان کې د اتریش د سره صلیب د پروګرامونو مسؤول ښاغلي کریسټوفر باکټروګ او په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مشر ښاغلي محمد الشمع ګډون کړی و.
ښاغلي دلاور مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په سختو حالاتو کې یې د افغان ولس د ملاتړ او بشري مرستو له امله له دوى څخه مننه وکړه. نوموړي په ځانګړي ډول د کونړ د زلزلې پر مهال د دوی بشري مرستې وستایلې او ویې ویل چې د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره مخ دي او پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي، بشري او ښوونیزو خدمتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د اړمنو کورنیو اړتیاوې زیاتېږي او د هغوی د ملاتړ لپاره باید لازمې مرستې برابرې شي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته رسېږي.
په ورته مهال ښاغلي هایک د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او فعالیتونه وستایل او د اتریش د سره صلیب د روانو پروګرامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ او د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو په تخنیکي همکارۍ، د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل څخه د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې د افغاني سرې میاشتې له لارې په هرات، غور او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کېږي.
د نوموړي په وینا، د ۱۴۰۰ بې سرپرسته مېرمنو لپاره هم د معیشت د پیاوړتیا پروګرامونه پلي کېږي، چې له مخې یې هغوی ته حرفوي زدهکړې ورکول کېږي او د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو زمینه ورته برابریږي. هغه د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د دوام یادونه هم وکړه.
ښاغلي هایک همدا راز د اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د اتریش او ډنمارک سره صلیبونه پلان لري په ګډه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځانبسیاینې لپاره په نږدې راتلونکي کې نوې پروژه پیل کړي، څو هغوی وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
د ډنمارک د سره صلیب د آسیا او اروپا برخو مرستیال وویل، چې د ډنمارک سره صلیب د خپلو بشري فعالیتونو لپاره پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې چې افغانستان پکې مهم ځای لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې دوى به له افغاني سرې میاشتې سره د تېر په څېر خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکړي.
