خوست!
د افغاني سرې مياشتې له لوري نن د شنبې په ورځ، چې د ربیع الاول د مياشتې د ۲۲مې سره سمون لري، د خوست ولایت په مرکز کې ٦٢ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، پر ١٠٠٠ بېوزله، اړمنو او پېښځپلو کورنيو ووېشل شوه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ٤٠ كيلو اوړه، ٥ كيلو وریژې، ٥ كيلو غوړي، ٥ كيلو لوبیا، ٥ كيلو بوره او ٢ كيلو خرما چې ټولټال ٦٢ كيلو خوراکي توکي كېږي وركړل شول.