خوست:
د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د ذوالحجې پر ۲۱مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د وروستۍ زلزلې له امله ۷۰ ځپل شویو کورنیو ته ټولټال ۱۴۰ کمپلې، ۷۰ خیمې، ۷۰ ښځینه ټیکري، ۷۰ د سړیو څادرونه، ۷۰ پتنوسونه او هرې کورنۍ ته د پخلنځي ۱۳ عدده لوښي وویشل شول.
