کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

arcs_website_admin
Thu, Oct 08 2026 10:20 AM
K

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت لوړونې، د کارکوونکو د مسلکي روزنې او په اړوندو برخو کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ په اړه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري د دې ادارې کارکوونکو ته د مالي چارو، خونديتوب، فرهنګي، پېښو او روغتیا په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو او د کارکوونکو د مسلکي روزنې په برخه کې د مالي ملاتړ او همکاریو مننه وکړه.

ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اداره به د هغو ریاستونو او کارکوونکو په اړه معلومات له نړیوال فدراسیون سره شریک کړي چې روزنې ته اړتیا لري، څو د هغوی د کاري برخو او اړتیاوو له مخې ورته مناسب روزنیز پروګرامونه برابر شي.

په مقابل کې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د کارکوونکو د مسلکي روزنې اړتیا مهمه وبلله او ویې ویل چې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې د ادارې د چارو د لا ښه والي او منظم پرمختګ لپاره مهمې دي.

نوموړي همدا راز د افغاني سرې مياشتې د پراختیا او ظرفیت لوړونې په برخه کې د اړتیاوو او هڅو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل چې نړیوال فدراسیون د ددې ملي ټولنې د ظرفیت لوړونې لپاره پر یوه ځانګړي ماډل کار کوي.

ښاغلي فیصل د افغاني سرې میاشتې د ظرفیت لوړونې او د کارکوونکو د مسلکي روزنې په برخو کې د نړیوال فدراسیون د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 10 2026 1:45 PM
Background image

Kabul: 27 Volunteers Donate 10,000 cc of Blood for Children with Congenital Heart Defects at Cardiac Hospital

Saturday, October 10, 2026

 

At the initiative of the ARCS Youth and Volunteers Department, 27 volunteers from the training centers at the central headquarters, Arzan Qeemat, and. . .

Sat, Oct 10 2026 12:55 PM
Background image

Logar: Over AFN 11 Million in Cash Assistance Distributed to 1,050 Returnee Families

Saturday, October 10, 2026

 

The ARCS distributed AFN 11.13 million in cash assistance to 1,050 returnee families inh Pul-e-Alam, the provincial capital of Logar, and the districts of. . .

Sat, Oct 10 2026 9:52 AM
Background image

Kabul: Six-Day Training Workshop Begins on Water and Sanitation Activities in Emergencies

Saturday, October 10, 2026

 

The ARCS Health Services Department has launched a six-day training workshop on water and sanitation activities in emergencies in Kabul, with financial. . .

BACK TO NEWS