کابل؛ د مالي مدیریت او حساب‌ ورکونې د پیاوړتیا په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
Tue, Sep 08 2026 10:06 AM
K

سې‌شنبه، ۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالي مدیریت، حساب‌ ورکونې او د مالي سیستم د لا پیاوړتیا په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

دا ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکزي دفتر د یو شمېر ریاستونو کارکوونکو، د کندهار، هرات او ننګرهار زونونو او اړوندو نماینده ګیو مالي مدیرانو ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مالي چارو د سم مدیریت او د لګښتونو په برخه کې د اسلامي لارښوونو له مخې د اعتدال پر رعایت ټینګار وکړ.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د ورکشاپ له موضوعاتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، اړوند مطالب په دقت سره زده کړي او ترلاسه شوې تجربې او معلومات له خپلو همکارانو سره شریک کړي؛ څو د مالي چارو په تنظیم او د ادارې د خدمتونو په ښه والي کې عملي اغېز ولري.

ورپسې د مالي چارو رئیس حافظ شبیر احمد عثماني، د مسلکي روزنې او د مالي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اهمیت ته په اشارې وویل چې د مالي چارو د لا ښه تنظیم لپاره د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې پیاوړې کول اړین دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه روزنیز پروګرام له لارې به د زونونو، نماینده ګیو او نورو مالي برخو کارکوونکي وکولای شي خپلې مالي چارې په لا منظم، دقیق او معیاري ډول ترسره کړي.

ښاغلي عثماني مالي چارې د ادارې له مهمو برخو وبللې او ویې ویل چې په دې برخه کې بې‌ پامي او د چارو ځنډول د ادارې پر فعالیتونو او خلکو ته په وړاندې کېدونکو خدمتونو اغېز کولی شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اغېزمن مالي مدیریت د اسنادو پر بشپړتیا، د معلوماتو پر کره ثبت، منظمې کتنې، روڼتیا او حساب‌ ورکونې ولاړ دی او مالي کارکوونکي باید د خپلو ورځنیو چارو پر مهال ټاکل شوي اصول په پام کې ونیسي.

په دې درې ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مصرفي ژورنالونو د کتنې، چک‌ لېستونو د ارزونې، په مالي سیستم کې د معلوماتو د ثبت، د لګښتونو د تنظیم، مالي مدیریت، حساب‌ ورکونې او نورو اړوندو مالي موضوعاتو په اړه عملي او مسلکي معلومات وړاندې شي.

Latest news

Fri, Oct 02 2026 2:52 PM
Background image

Kunar: AFN 4 Million Retaining Wall Project Begins

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS has launched a cash-for-work project worth AFN 4 million in Bedad village of Dangam District, Kunar Province.

The project will involve the. . .

Fri, Oct 02 2026 1:53 PM
Background image

Farah: ARCS Futsal Team Wins Delaram Provincial Cup

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS Farah Provincial Branch futsal team won the Delaram Provincial Cup after delivering an outstanding performance in the tournament final.

In the. . .

Thu, Oct 01 2026 10:09 AM
Background image

Kabul: ARCS and Japanese Red Cross Emphasize Continuation of Humanitarian Cooperation

Thursday, October 1, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, held an online meeting with Mr. Yasuo Tanaka, Special Representative for International. . .

BACK TO NEWS