لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت کې سیند ته لوېدلی و.
په دې پېښه کې د دغو کورنیو يو شمېر غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
یادې کورنۍ، چې اصلاً د کوچیانو له ټبر سره تړاو لري او اوس مهال په لوګر ولایت کې مېشتې دي، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ له نغدي مرستې برخمنې شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د خپلو شته امکاناتو او د کاري شریکانو په ملاتړ هڅه کوي، چې د بېلابېلو پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو له مخې پر وخت بشري مرستې ورسوي.
