کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله

arcs_website_admin
Sat, Apr 25 2026 5:34 PM
Kabull

شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ‎ بشري فعالیتونو د پراختيا او له ‎ اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ ‎ نغدي مرسته د دې ادارې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په شتون کې د مالي چارو رئيس ښاغلي حافظ شبير احمد ته وسپارله.

د مرستې د سپارلو پر مهال، عمومي رئیس د ياد هېوادوال دا ‎اقدام د ستاینې وړ وباله او ویې ویل چې دا ډول مرستې د اړمنو او زيانمنو خلکو پر وړاندې د خواخوږۍ، ملي احساس او ایماني مسؤولیت څرګندونه کوي. هغه د ښاغلي مرتضی لپاره د الله جل جلاله له دربار څخه د ستر اجر غوښتنه وکړه.

نوموړي همداراز پر نورو ‎شتمنو او خیرپاله هېوادوالو غږ وکړ، څو د یتیمانو، بې وزلو کورنیو او ‎زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې شریکې کړي، ترڅو دغه مرستې په شفاف ډول مستحقو او زيانمنو کورنيو ته ورسول شي.

Latest news

Thu, Jul 23 2026 9:47 AM
Background image

Maidan Wardak: Non-Food Assistance Provided to a Family Affected by Heavy Rainfall

Thursday, July 23, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family affected by heavy rainfall in Gogar Village, Sayed Abad District, Maidan Wardak Province.

The assistance. . .

Thu, Jul 23 2026 9:38 AM
Background image

Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients in Logar

Thursday, July 23, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 7,103 patients across various districts and villages of Logar Province.. . .

Wed, Jul 22 2026 8:03 PM
Background image

Kandahar: 400 Vulnerable Women Receive AFN 4 Million in Cash Assistance

Wednesday, July 22, 2026

 

The ARCS distributed AFN 4 million in cash assistance to 400 vulnerable women in District 9 of Kandahar City during the third phase of the assistance. . .

BACK TO NEWS