پکتیا کې ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ورکړل شوې
دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې له ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خېمو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۱ خېمه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د پېښو له امله د بېځایه شویو هېوادوالو د ژوند د هوساینې او ښه والي لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.
