ښوونيز مرکزونه؛ افغاني سرې میاشتې څه باندې ۶ زره زده کوونکو ته ديني او عصري زده ورکړې دي
شنبه، ۴ رمضان ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٣٤٥ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ددې ترڅنګ د غړیتوب سېستم د مدیریت له لارې ٧٥ تنه نوي غړي هم جذب شوي دي.
