په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا؛ کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
Sun, Feb 08 2026 7:21 PM
په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا؛ کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د روغتیا ریاست اړوند ۳۰ تنو نارینه او ښځينه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا)  تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.
دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ناورینونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو د غوره تنظیم، بشري سرچینو او اړونده څانګو ترمنځ د ښې همغږۍ، بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي پر لارو چارو او بېړني غبرګون د بنسټیزو اصولو په اړه هر اړخیز نظري او عملي معلومات وړاندې شي.
دغه راز، په بېړنیو حالاتو کې د ټولنې ښکېلتیا، حساب ورکوَنې، د خوندي لاسرسي چوکاټ، کلتوري پوهاوي او يو شمېر نورو مسلکي اصطلاحاتو په اړه به د ګډونوالو ترمنځ تفصیلي بحثونه هم ترسره شي.

Latest news

Mon, Jun 15 2026 4:49 PM
Background image

Baghlan: AFN 2.6 Million in Cash Assistance Distributed to 250 Flood-Affected Families

Monday, June 15, 2026

 

The ARCS distributed AFN 2.625 million in cash assistance to 250 flood-affected families in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

Mon, Jun 15 2026 4:24 PM
Background image

Kabul: One-Day Workshop Held on Disaster Risk Reduction

Monday, June 15, 2026

 

A one-day training workshop on disaster risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for a number of staff members from the Youth and. . .

Mon, Jun 15 2026 11:03 AM
Background image

Health Services Provided to Thousands of Patients in Kunar

Monday, June 15, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Kunar Province over the past 30 days.. . .

BACK TO NEWS