میدان وردګ؛ ۱۰۰ راستنو شوو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په میدان وردګ ولایت کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږۍ په موخه ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
دغه مرسته به د ژمي په سړه هوا کې یادو کورنیو ته د تودوخې او لنډمهالې سرپناه په برابرولو، د څښلو اوبو ساتنې او د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم نقش ادا کړي.
