کندهار کې له ۷۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په بولدک ولسوالۍ کې له ۷۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته درې ترپالونه، یو سولري تخته، ۵۰ متره برقي تار، یوه ۱۰۰۰ لیټره د اوبو ذخیره او درې څراغونه ورکړل شول.
