په بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته نوره مرسته هم وویشل شوه!

arcs_website_admin
Sat, Dec 11 2021 4:27 PM
په بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته نوره مرسته هم وویشل شوه!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۲۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د بېخ کلي شاوخوا ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د پرون په تعقیب مرسته وویشل شوه. تېره ورځ هم په یاد کلي کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري خوراکي مرستې ویشل شوې وې.

په یادو مرستو کی ۸ قلمه خوراکي توکي شامل دي، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بسکټ شامل دي چې د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو شلو کلو را پدېخوا د لومړي ځل لپاره یاد کلي ته مرسته توزیع شوه. ټاکل شوې، چې د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې به په یاده سیمه کې ۶۰۰ کورنیو ته د خوراکي بستو له وېش وروسته د افغاني سرې میاشتې له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي بستې وویشل شي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 2:10 PM
Background image

Helmand: 105 Students Graduate from Training Center

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS graduated 105 students from its Youth and Volunteers Training Center in Helmand Province after they successfully completed their studies.

The. . .

Sun, Sep 27 2026 1:42 PM
Background image

Paktia: AFN 3.2 Million Water Canal Project Handed Over for Use

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS has completed a water canal project worth AFN 3.2 million in Gul Ghundai village of Zazi Aryob District, Paktia Province, and has handed it over. . .

Sun, Sep 27 2026 12:54 PM
Background image

Kabul: Medical Consumables Worth AFN 150,000 Handed Over to ARCS Cardiac Hospital

Sunday, September 27, 2026

 

Al-Hayat Medical Company has handed over medical consumables worth AFN 150,000 to the ARCS Cardiac Hospital to support the healthcare services provided to. . .

BACK TO NEWS