د هرات ولایت په ۱۳ ښوونځیو کې د ۴۰۰۰ روغتیایي کېټونو د وېش لړۍ پیل شوه!
د هرات ولایت د سرې مېاشتې څانګې له لوري د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر۲۲مه نېټه چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ربیع الثاني له ۸ مې نېټې سره سمون لري د ۱۳ ښځینه ښوونځیو ښوونکو او زده کونکو لپاره د ۴۰۰۰ روغتیایي کېټونو د وېش لړۍ د اوبو او روغتیا ساتنې له پروګرام څخه پیل شوه.
په پام کې ده چې یاده لړۍ د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو اړوندو سیمو کې د ۱۳ ښځینه ښوونځیو(تجربوي ښوونځي ، شهدای انقلاب اسلامی، رازي، غیبتان، فرک، تلاب، شیخ معروف کرخي، میرویس شهید، قلعه حبیب، الوند هاشمي، بي بي خورشید اناث ) کې پلې شي.