د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه

arcs_website_admin
Thu, Oct 16 2025 4:55 PM
د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه

 

پنجشنبه، ۲۳ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې ځانګړې اونۍ پرانيست غونډه د عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د آزموینو ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث عبدالباقي حقاني او یو شمېر وزارتونو د مرستیالانو، د مرستندویه بنسټونو استازو، نړيوالو کاري شریکانو، ملي سوداګرو، د مرکزي ریاست د بېلابېلو څانګو رئیسانو، آمرینو، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ترسره شوه. 
غونډه چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن غونډې ته رابلل شوو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ځانګړې اونۍ د پېژندنې او ددې اونۍ په ترڅ کې د اړمنو، ناروغانو او پېښځپلو وګړو د لاسنیوي او هغوی سره د مرستو ترسره کولو په موخه پر هېوادوالو غږ وکړ، څو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د زیانمنو وګړو پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي. 
ورپسې د ځانګړې اونۍ په اړه د ا.ا.ا د رئیس الوزرا ملاتړيز پيغام د رياست الوزراء د دفتر مرستيال ښاغلي قاري عبدالستار سعيد له لوري واورول شو، چې په کې د افغاني سرې میاشتې پر ملاتړ ټينګار شوی و او د ټولو دولتي ادارو له کارکونکو یې افغاني سرې میاشتې ته د یوې ورځې معاش د ورکړې غوښتنه کړې وه.
له بل لوري د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي هم په خپله وینا کې د سرې میاشتې د ملاتړ په پار په داخل او بهر کې له شتمنو وګړو او ملي سوداګرو څخه د خپل توان تر اندازې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د خيرپاله وګړو مرستې یې د اړمنو او پېښځپلو د ستونزو په راکمولو کې مهمې وبللې.
دغه راز افغانستان کې د آی سي آر سي او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازو په خپلو خبرو کې افغاني سرې میاشتې ته د ځانګړې اونۍ او بنسټيزو اصولو د شپېتمې کلیزې مبارکي وویله او د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه یې د بېوزلو افغانانو د ورځني ژوند د ښه کولو برخه کې اغېزمن یاد کړل او له دې خیریه ملي ټولنې سره یې د ګډو بشري خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د دوام ژمنې وکړې.
همدا ډول د آزموينې ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث عبدالباقي حقاني غونډه کې د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو او فعاليتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو، سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو له امله زیانمنو شویو ته پر وخت د اړتیا وړ مرستو رسولو برخه کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او خدمات عالي و او په ټولو هېوادوالو یې غږ وکړ، څو د ځانګړې اونۍ په ورځو کې د مرستو ترسره کولو له لارې د هېوادوالو په لاسنيوي کې ونډه واخلي.
د غونډې په پای کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې د لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت هر کال د سلګونو رواني او سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې، د زلزلو او سېلابونو له امله د زیانمنو شوو وګړو ستونزو ته د رسیدنې او بې سرپرسته کورنیو د لاسنيوي سربېره په بېلابېلو بشري برخو کې خدمات وړاندې کوي او دا خدمات هغه مهال لا پراخېدای شي، چې ملي او نړیوال مرستندوی بنسټونه، ملي سوداګر او شتمن هېوادوال د افغاني سرې میاشتې له بشرپاله فعالیتونو بشپړ مالي او ځاني ملاتړ وکړي.
غونده د اختتامیې دعا سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې ځانګړې اونۍ هر کال د میزان په ۲۴مه، د افغاني سرې مياشتې د مالي سرچينو د پياوړتيا په موخه  پیلېږي او تر يوې مياشتې دوام کوي.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 5:06 PM
Background image

Tripartite Meeting of ARCS and its International Partners Held to Expand Humanitarian Aid

Wednesday, March 4, 2026

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Dalawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman held a meeting at the ARCS headquarters with Ms.. . .

Wed, Mar 04 2026 2:18 PM
Background image

Helmand: 130 Students Graduate from ARCS Training Center

Wednesday, March 4, 2026

A total of 130 students graduated after successfully completing three months of training in administrative skills at the ARCS Youth and Volunteers Training. . .

Wed, Mar 04 2026 1:31 PM
Background image

Emergency Assistance Provided to a Fire-Affected Family in Laghman

Wednesday, March 4, 2026

The ARCS provided emergency humanitarian assistance to a family affected by a fire in the Alokhel area of Alingar District, Laghman Province.
The family. . .

BACK TO NEWS