‏د ناروغانو د درملنې ملاتړ؛ د المان سولې کلي مرستندویه بنسټ افغاني سرې میاشتې ته ۲۰ زره یورو نغدي مرسته ورکړه

arcs_website_admin
Fri, Sep 05 2025 7:37 PM
‏د ناروغانو د درملنې ملاتړ؛ د المان سولې کلي مرستندویه بنسټ افغاني سرې میاشتې ته ۲۰ زره یورو نغدي مرسته ورکړه

جمعه، ربیع الأول ۱۴۴۷
د المان د سولې کلي مرستندویه بنسټ د مسئولینو ښاغلي ین یسن، آغلې کلاودیا پپمولر او مل پلاوي له لوري د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته په افغانستان کې دننه په اور د سخت سوځېدلو او میکروبي هډوکو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۲۰ زره یورو نغدي مرسته وسپارل شوه.
د  نغدي مرستې د سپارلو پر مهال، عمومي رئیس د المان د سولې کلي مرستندویه بنسټ د اوږد مهاله او دوامداره مرستو د مننې ترڅنګ، د یاد بنسټ روغتیايي او بشرپال خدمتونه د اړمنو او ناچاره وګړو د لاسنیوي برخه کې مؤثر او اغیزمن وبلل او له افغاني سرې میاشتې سره یې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. 
 د المان هېواد د سولې کلي بنسټ مسئولینو د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه د ناروغانو، اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي برخه کې د ستاینې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغان ولس د هر اړخیز ملاتړ برخه کې بشپړه ژمنتیا لرو.

Latest news

Mon, Jun 15 2026 4:49 PM
Background image

Baghlan: AFN 2.6 Million in Cash Assistance Distributed to 250 Flood-Affected Families

Monday, June 15, 2026

 

The ARCS distributed AFN 2.625 million in cash assistance to 250 flood-affected families in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

Mon, Jun 15 2026 4:24 PM
Background image

Kabul: One-Day Workshop Held on Disaster Risk Reduction

Monday, June 15, 2026

 

A one-day training workshop on disaster risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for a number of staff members from the Youth and. . .

Mon, Jun 15 2026 11:03 AM
Background image

Health Services Provided to Thousands of Patients in Kunar

Monday, June 15, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Kunar Province over the past 30 days.. . .

BACK TO NEWS