کندز کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د غوره لیګ د مقدماتي جام اتلولي وګټله
یکشنبه، ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷
د کندز ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د زون په کچه د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د غوره لیګ د مقدماتي جام پایلوبه ترسره شوه.
په دې پایلوبه کې د افغاني سرې میاشتې د کندز نماینده ګۍ د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز فوټبال لوبډلې وکولای شول، سپین زر لوبډلې ته ۲–۰ ماتې ورکړي او د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
