په لوګر ولایت کې له ” ۵۴ “ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د تلې پر ١٥ نیټه د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې له ۵۴ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د اووه قلمه غیر خوراکي توکو(خیمې، کمپلې، ترپالونه، د پخلنځي سیټونه، د اوبو بوشکې، سطلونه او روغتیایي کیټونه) مرسته وشوه.
