کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې له ۲۳۰ کورنیو او بېرونیو مشمولینو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۷.۰۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۴ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، مکروني، شین چای او بیسکوټ په کې شامل وو؛ ورکړل شول.