د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته په شپږ ورځني سفر ولاړ. نوموړی به په دې سفر کې د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو هېوادونو د ملي ټولنو د مسؤلینو په مشورتي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره هم لیدنې ترسره کړي. د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ د غړو ملي ټولنو په یاده غونډه کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران د ستونزو او هغوی ته د حل لارو موندلو پر لارو چارو بحث ترسره شي.