غزني!

افغاني سرې میاشتې د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو پر مټ د ربیع الاول په ۵مه، غزني ولایت په انډر ولسوالۍ کې د ۳۰۰ سروې شویو بزګرانو له جملې پر ۱۰۰ تنه بزګرانو د ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم او ۱۰۰ کیلو کیمیاوي سرې (سپین او تور کود) د اخیستلو په موخه (۹۰۰۰۰۰) نهه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. په مرسته کې هر بزګر ته ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. بايد وويل شي، چې یاده توزېع لا هم جریان لري او په راتلونکي کې به بشپړه شي.