پروان!
 
              نن سه شنبه، د ربيع الاول د مياشتې پر ٤ مه، د پروان ولايت د کوه صافي ولسوالۍ د مختلفو کليو ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره، چې د کورونو ترڅنګ يې زراعتي ځمکې، باغونه او ترانسپورتي وسايل هم زيانمن شوي وو، د افغاني سرې مياشتې له لوري (۳۱۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته (۱۰۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې. ددې ترڅنګ پر (۱۰۶) سېلاب ځپلو کورنيو د غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، په مرسته شويو توکو کې ۱۳۸ ترپالونه، ۴۹۸ کمپلې، ۷۲ د پخلنځي ۱۳ عدده توکي، ۳۳ د روغتيا ساتنې بستې، ۷۲ د اوبو بوشکې او يوه خيمه شامل وو.


