کابل
افغاني سرې میاشتې د هغو ماشومانو د کړاوونو د راکمولو په موخه د درملنې پروګرامونه پیل کړي؛ چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي. په همدې بنسټ یې یوځل بیا ۱۹ تنه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه باسط روغتون ته ورپېژندل.
