ارزګان کې ۵۰۰ بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
د یادې مرستې ویش پرون پیل شوی و چې ۴۱۰ ته پرون او ۹۰ کورنیو ته نن وویشل شوه. ورکړل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه،۱۰ لیټره غوړي،۶ کیلو خرما، ۱۰ کیلو مکروني، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو وریژې او ۳کیلو مالګه شامل وو.