نورستان:

د محرم الحرام پر ۱۸مه د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ سیلاب ځپلو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه.
یاه مرسته کې ټولټال شاوخوا ۳۰ ټنه خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو مکروني، یو کارتن خُرما او یوه کیلو مالګه شامل دي.
