فراه:
د فراه ولایت لاش جوین ولسوالۍ کې نن د ذوالحجې پر ۸مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مرسته وویشل شوه. په دغې ۷ قلمه مرسته کې تولټال ۵۰ ټنه اوړه، ۲۴.۵ ټنه وریژې، ۱۰۰۰۰ لیتره غوړي، ۵ ټنه بوره، ۱ ټن چای، ۲ ټنه مالګه او ۱۰۰۰ ډبي بسکوټ وویشل شول.
