نورستان:
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د جمعې په ورځ د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ کې ۶۰۰ بارانونو او واورو ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو لوبیا، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي او نور توکي شامل وو.
