کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي سي وینه ورکړه
شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون کې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې او عملیاتو لپاره ۱۰ زره سي سي وینه ورکړه.
دغه اقدام د ناروغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو لپاره د وینې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شو.
افغاني سره میاشت د خپل قلبي روغتون له لارې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې زمینه برابروي او د هغوی د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو د اړتیا پر مهال ناروغانو ته وینه ورکړې او د بشري مرستو په دې برخه کې یې ونډه اخیستې ده.
