لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
Sat, Oct 10 2026 12:04 PM
 L

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور وویل، د راستنو شویو کورنیو سروې په دقیق او شفاف ډول ترسره شوې؛ څو مستحقې کورنۍ په نښه او له هغوی سره نغدي مرسته وشي.

نوموړي زیاته کړه، له دې کورنیو څخه شاوخوا ۸۰۰ یې په تېرو شپږو میاشتو او څه باندې ۲۰۰ه نورې یې په تېر یو کال کې هېواد ته راستنې شوې دي.

دا نغدي مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

Latest news

Sun, Oct 11 2026 11:53 AM
Background image

Herat: Health Kits Distributed to 139 Returnee Families

Sunday, October 11, 2026

 

The ARCS distributed health kits to 139 returnee families in the Shidai area of Herat City.

The health kits were provided with the support of the IFRC, the. . .

Sat, Oct 10 2026 1:45 PM
Background image

Kabul: 27 Volunteers Donate 10,000 cc of Blood for Children with Congenital Heart Defects at Cardiac Hospital

Saturday, October 10, 2026

 

At the initiative of the ARCS Youth and Volunteers Department, 27 volunteers from the training centers at the central headquarters, Arzan Qeemat, and. . .

Sat, Oct 10 2026 12:55 PM
Background image

Logar: Over AFN 11 Million in Cash Assistance Distributed to 1,050 Returnee Families

Saturday, October 10, 2026

 

The ARCS distributed AFN 11.13 million in cash assistance to 1,050 returnee families inh Pul-e-Alam, the provincial capital of Logar, and the districts of. . .

BACK TO NEWS