کابل؛ د افغاني سرې مياشتې د مشمولینو تولیداتو ته د بازار موندنې پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۹:۳۵
K

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په نوښت د مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو د تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو، همدارنګه د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فيصل، د ترکیې او قطر د سرو میاشتو، د ناروې او ډنمارک د سرو صلیبونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې عمومي رئیس وویل، چې دا نندارتون د مشمولینو د تولیداتو د بازارموندنې او د هغوی د کار او هڅو د ارزښت لوړولو لپاره جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو بې‌ سرپرسته او اړمنې کورنۍ یوازې په مرستو متکي پاتې نه شي، بلکې د حرفوي زده کړو او عملي کار له لارې په ځان‌ بسیا بدلې شي.

هغه له ټولو ملي او نړیوالو کاري شريکانو مننه وکړه چې په دې برخه کې یې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کړې ده او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول ملاتړي پروګرامونه نور هم پراخ شي، څو لا ډېرې کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.

په ورته مهال د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون مشر ښاغلي حسام فیصل او د هغه مرستیالې آغلې هما نادر د افغاني سرې میاشتې د نوښتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې نړیوال فدراسیون به د حرفوي زده کړو، مالي او تخنیکي مرستو له لارې د ورته پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورپسې د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهره‌مند د نندارتون د موخو او د مشمولینو له لوري د چمتو شویو تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې دا نندارتون د مرکزي مرستون سربېره د هرات، کندهار، نیمروز، غور، بلخ او کندز ولایتونو د مشمولینو تولیداتو ته د بازارموندنې فرصت برابروي، څو وکولای شي خپل توکي په مناسب قیمت وپلوري او د ځان‌ بساینې پر لور ګام واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د مشمولینو او بې‌ سرپرسته کورنیو له لوري جوړ شوي لاسي صنایع، لکه خامک‌ ګنډل شوې جامې، حکاکي شوي توکي، اوبدل شوې غالۍ، ښځینه جامې او خوراکي توکي (اچار، مربا، کلچې او کیک) نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۶
Background image

ننګرهار کې ۲۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۱۹ ټنه خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې‌شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵۰ بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو ته ۱۹.۲۵۰ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته، چې د ترکیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۱
Background image

فاریاب؛ ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په ګرزیوان او لولاش ولسوالیو کې ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او پلان جوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې د روغتیايي خدمتونو د بیاکتنې او پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ، ۲۵ کارکوونکو ته پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د مرکزي. . .

BACK TO NEWS