فاریاب؛ ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې
سې شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په ګرزیوان او لولاش ولسوالیو کې ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
سربېره پر دې، د یادو کورنیو له جملې ۱۴ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، یوه یوه خېمه هم ورکړل شوه.
دغه مرسته د سېلاب ځپلو د بېړني او بشري لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د هغوی د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې عملي مرسته وکړي.
